Hamasa Media
Hamasa Media
June 17, 2025 at 01:34 PM
‏د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځواک به د سه‌شنبې په ورځ په تهران کې مهم او ستراتیژیک هدفونه بمبار کړي. نوموړي ویلي چې دغه بریدونه به د ایران د حکومت اړوند مرکزونه، مهمې نظامي پوستې او حیاتي زېربناوې په نښه کړي. کاتز ټینګار کړی چې اسراییل له ایران سره هېڅ ډول خبرې یا مذاکرات نه کوي او دا اقدام یې د خپل امنیتي سیاست یوه برخه بللې.
Image from Hamasa Media: ‏د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځو...

Comments