Hamasa Media
Hamasa Media
June 17, 2025 at 02:56 PM
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو له لوري د ایران د ملي راډیو تلویزیون (صدا و سیما) پر ودانۍ وروستی برید په سختو ټکو غندلی دی. نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «زه د هېواد له دفاعي ځواکونو، که هغه په نظامي ډګر کې وي یا د اطلاعاتو او خبر رسونې په برخه کې، چې په ژمنتیا او هوښیارۍ سره یې خپل مسؤلیتونه ادا کړي، مننه او قدرداني کوم.» پزشکیان دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې تېره ورځ اسراییلو د صدا و سیما تلویزیون ودانۍ په توغندیو وویشته او درې تنه یې پکې ووژل. په ورته مهال، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز هم اعلان کړی چې د سه‌شنبې په ورځ به د اسراییلو هوایي ځواک په تهران کې ډېر مهم او ستراتیژیک هدفونو، په شمول د حکومت پورې اړوند مرکزونه او حیاتي زېربناوې، په نښه کړي.
Image from Hamasa Media: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو له لوري د ایران د ملي راډیو تل...

Comments