
Hamasa Media
June 17, 2025 at 03:59 PM
الجزیرې د سیمهییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سېشنبې په ورځ د اسراییلي بریدونو له امله په غزه کې ۷۴ کسان وژل شوي دي.
د طبي سرچینو په وینا، لږ تر لږه ۵۶ قربانیان هغه کسان وو چې د بشري مرستو په لټه کې وو.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۶۱ جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې د جګړې له امله د وژل شویو شمېر ۵۵ زرو ته او د ټپیانو شمېر له ۱۲۹ زرو څخه اوښتی دی.

😢
3