Hamasa Media
Hamasa Media
June 17, 2025 at 06:40 PM
د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ یوه ۱۸ کلن اوسېدونکی، چې شپږ میاشتې وړاندې د کار لپاره ایران ته تللی و، د اسراییلو د هوایي برید په نتیجه کې وژل شوی دی. د نوموړي پلار، عبدالغني رسنیو ته ویلي چې زوی یې د اسراییلو برید کې وژل شوی. د پېښې پر مهال درې نور افغان ځوانان هم ټپیان شوي، چې د وژل شوي ځوان ملګري بلل شوي دي. تر دې دمه د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
Image from Hamasa Media: د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ یوه ۱۸ کلن اوسېدونکی، چې شپږ میاشتې وړاندې...
😢 1

Comments