Hamasa Media
Hamasa Media
June 18, 2025 at 06:16 AM
د ایرانی رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سپاه پاسداران د اسرائیل د تل‌اویو ښار د سیمو د تخلیې امر ورکړی دی. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، دوه بې‌پیلوټه الوتکې چې د هېواد ختیځې برخې په فضاء کې را غورځولي دي. له بلې خوا، اسرائیل هم د ایران د پلازمېنې تهران د تخلیې امر کړی او د دې هېواد پوځ د ایرانی وګړو ته ویلي: «ستاسې حضور ستاسې ژوند له خطر سره مخ کوي.»
Image from Hamasa Media: د ایرانی رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سپاه پاسداران د اسرائیل د...

Comments