Hamasa Media
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 18, 2025 at 06:53 AM
                               
                            
                        
                            ا افغان ایوک ائتلاف اعلان کړی چې د ځانګړې مهاجرتي ویزې (SIV) لرونکو افغانانو لپاره د «منل او مېشتېدو» پروګرام بېرته فعال شوی دی.
 هغه کسان چې په تېرو ۹۰ ورځو کې امریکا ته رسېدلي، کولی شي د دې پروګرام له خدماتو ګټه واخلي.
یاد دفتر مهاجرینو ته په کور، کار، انګلیسي ژبې کورسونو، د ماشومانو د ښوونځي نوملیکنې، روغتیايي معایناتو او د ټولنیز تضمین شمېرې اخیستلو کې مرسته کوي.
دا پروګرام له هغه وروسته بند شوی و چې د ټرمپ حکومت د مهاجرت پروګرامونه ودرول او مالي مرستې یې پرې بندې کړې.
اوس مهال یوازې د SIV لرونکي افغانان کولای شي په شخصي لګښت امریکا ته ولاړ شي.
 د ټرمپ ادارې لا هم د مهاجرت عمومي پروګرامونه بیا نه دي پیل کړي. 
په زرګونو افغان مهاجرین لا هم په پاکستان، قطر او نورو هېوادونو کې د پروګرام بیا پیل ته انتظار باسي.
یادونه شوې چې د ټرمپ لهخوا د افغانانو او ۱۱ نورو هېوادونو پر اتباعو بندیز لګول شوی، خو د SIV لرونکي ترې مستثنا دي.