Hamasa Media
Hamasa Media
June 18, 2025 at 07:17 AM
بلوچستان ایالت جیکب‌اباد ته نږدې د اورګاډي پټلۍ باندې چاودنه شوې ده، چې له امله یې د جعفر ایکسپریس څلور واګونونه له پټلۍ وتلي دي. دغه اورګاډی له پېښور نه کوټې ته روان و. د پولیسو په وینا، چاودنې په پټلۍ کې درې فټه پلن سوری جوړ کړی او شاوخوا شپږ فټه رېل‌پټلۍ یې بشپړه له منځه وړه ده. له پېښې سره سم امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. د پولیسو او رېلو چارواکو په وینا، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.
👍 1

Comments