Hamasa Media
Hamasa Media
June 18, 2025 at 10:26 AM
د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پراختیا په برخه کې باید سیمه‌ییزه همغږي لا نوره هم غښتلې شي. هغه دغه څرګندونې د «چین – منځنۍ اسیا» دویمې سرمشریزې پر مهال وکړې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه. د چین د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر شي جین‌پینګ د وینا متن خپور کړی، چې پکې راغلي: «افغانستان زموږ مهم ګاونډی هېواد دی، او موږ باید هڅه وکړو چې د دغه هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ګډ اقدامات چټک کړو.» دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان له سختو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دی.
Image from Hamasa Media: د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ویلي، چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پرا...
👍 1

Comments