Hamasa Media
Hamasa Media
June 18, 2025 at 10:42 AM
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده نن چهارشنبه د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کابل کې ولیدل. په دې ناسته کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي، او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاو په اړه خبرې شوې. اخندزاده وویل، دا مهال د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره ښه فرصت شته. په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر هم وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې، اړیکې لا پیاوړې کړي.
Image from Hamasa Media: د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده نن چهارشنبه...

Comments