ARG - ارگ
ARG - ارگ
May 28, 2025 at 04:41 PM
خبر ۱۴۰۴ د غبرګولي ۷ په کندهار کې د دامان مهاجرينو د ښارګوټي دوهم فاز افتتاح شو د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني يې ملتيا کوله کندهار ولايت ته د سفر پر مهال نن ماسپښین راستنېدونکو مهاجرينو ته د دامان ښارګوټي دوهم فاز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیست. په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې چې د کندهار د والي مرستيال مولوي محمد صادق انقلابي او ولايتي مسؤلينو په ګډون علماوو او ولسي خلکو هم په کې حضور درلود د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل: د زرګونو، علماوو، حافظانو، ځوانانو او د هيواد د ريښتينو بچيانو په قربانيو راغلی دا اسلامي نظام او اوسنی امنيت د الله تعالی ستر نعمتونه دي چې پر ټولو يې د شکر اداينه لازمه ده. د ریاست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د مهاجرينو ستونزو ته رسېدنه او پخپلو سيمو کې هغوی ته د دايمي مېشتېدنې په موخه د ښارګوټو جوړول د اسلامي امارت د مسؤلينو کاري لومړيتوب دی. محترم حنفي صاحب کندهار ته د خپل سفر هدف د دامان مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز تر سره شویو چارو څارنه او د دوهم فاز افتتاح وبلل چې مستحقو مهاجرینو ته به ورکول کیږي. دغه ښار ګوټی چې په ۱۵۱۰ جريبه ځمکه د ښاري پلان مطابق جوړیږي د اړتیا وړ ټولې لومړنۍ اسانتیاوې ورته په پام کې نیول شوې، تر دې مهاله یې د لومړي فاز دخولي دروازه، ۶ د اوبو شمسي سیستمونه، ۶ د اودسونو ځایونه او ۴ کیلومتره سرک په نیمه اساسي ډول رغاول شوی چې نن یې د ددوهم فاز چارې هم افتتاح او د ځمکو د توزیع لړۍ رسما پیل شوه.

Comments