ARG - ارگ
ARG - ارگ
June 17, 2025 at 09:11 AM
مطبوعاتي اعلامیه ۱۴۰۴ د غبرګولي ۲۷ د ریاست الوزراء اداري مرستیال چین ته په رسمي سفر ولاړ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لوړ پوړي امارتي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چین - جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ولسي جمهوریت ته ولاړ. د اسلامي امارت لوړ په پوړي پلاوي کې چې د چین ولسي جمهوريت په رسمي بلنه دغه هیواد ته روان شو، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم وردګ شامل دي. ټاکل شوې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین- جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
❤️ 1

Comments