ARG - ارگ
ARG - ارگ
June 18, 2025 at 12:31 PM
خبر ۱۴۰۴ د غبرګولي ۲۸ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوه پروژې منظور او دوه پروژې لغوه شوې. همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغاونه، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک د اول او دویم لاټونو جوړول، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغاونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو نصب او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو اخیستل شامل دي. یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.
👍 1

Comments