
الدین النصيحة
June 12, 2025 at 04:55 AM
*نبوي ملغلرې*
حضرت ابوهريره رضي الله عنه فرمایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه ودرید او مونږ هم ورسره ودرېدو. یوه اعرابي داسې مهال چې لمانځه کې و، وویل: «اې الله! پر ما او محمد رحم وکړه او له مونږ سره په دې رحم کې هیڅوک مه شریکوه.
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له لمانځه سلام واړاوه، هغه اعرابي ته یې وفرمایل:
تا پراخه رحمت تنګ کړ!(یعنې تا د الله رحمت یوازې پر ځان او ما محدود کړ، حال دا چې د الله رحمت پراخ دی.)
(صحيح البخاري، باب رحمة الناس والبهائم، ٦٠١١)
❤️
2