الدین النصيحة
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 15, 2025 at 04:11 AM
                               
                            
                        
                            *نبوي ملغلرې*
عروه بن زبیر "رض"روایت کوي، هغه ته عایشه رضی الله عنها  کیسه وکړه، ویې ویل: یوه ښځه له خپلو دوو لوڼو سره راته راغله او خیرات یې وغوښت، خو زما سره یوازې یوه د خرما دانه وه، نو ما هغې ته ورکړه. هغې خرما خپله د خپلو دوو لوڼو ترمنځ وویشله، بیا ولاړه او ووتله. وروسته نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغی، ما ورته دا کیسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «څوک چې د دغو لوڼو (نجونو) سرپرستي وکړي، او له هغو سره ښه سلوک وکړي، نو دغه لوڼې به د هغه لپاره له اوره پرده وي (یعنې د دوزخ نه به یې نجات شي)
(صحيح البخاري، باب رحمة الولد و تقبیله و معانقته)
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        2