الدین النصيحة
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 17, 2025 at 02:39 AM
                               
                            
                        
                            *نبوي ملغلرې*
د جابر بن عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی، هغه وویل: 
ما د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم نه د ننوتلو لپاره د اجازې غوښتنه وکړه ، نو هغه وپوښتل:
دا څوک دی؟
 ما وویل: زه یم.
 نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: 
زه یم، زه یم!
(صحيح مسلم، باب کراهیة قول المستأذن انا اذا قیل  من هذا)
په یوه روایت کې زیات شوي، لکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ځواب ( زه یم) خوښ نه کړ. 
علماوو ویلي دي: که څوک د ننوتلو اجازه وغواړي، او ورته وویل شي: ته څوک یې؟ یا دا څوک دی؟ نو دا بد ګڼل شوي چې ووایي: زه یم.
د همدې حدیث شریف په استناد ځکه چې د "زه یم" ویلو سره هېڅ ګټه او وضاحت نه تر لاسه کېږي او ابهام پاتیږي. بلکې لازمه دا ده چې سړی خپل نوم واخلي.
همداراز دا هم روا ده چې ووایي: "زه د فلاني پلار یم" یا "زه قاضي فلانی یم" یا "زه شیخ یم".
(شرح النووي علی مسلم).