RTA Pashto
RTA Pashto
June 19, 2025 at 11:59 AM
شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې په بشریت تېری او نه بښونکی جنایت بللی دی. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه بیانیه کې ویلي، چې د امریکا په ملاتړ اسرائیل سرطاني موجود دی، چې د منځني ختیځ سوله او ثبات ګواښي. په بیانیه کې امریکا او اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د اسرائیلو او ایران په جګړه کې تر دې زیاته مداخله ونه کړي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې په بشریت تېری ا...
❤️ 👍 😂 14

Comments