RTA Pashto
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 19, 2025 at 05:42 PM
                               
                            
                        
                            د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوال فدراسیون له مسول سمع الفخوري سره وکتل. 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس په دې کتنه د نړيوال فدراسیون د دوامداره بشري مرستو او مالي همکاریو مننه وکړه او اړمنو ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
 
ورته مهال ښاغلي الفخوري ډاډ ورکړ، چې نږدې راتلونکې به ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ هېوادونه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې ۱.۷ میلیونه یورو مرسته وکړي. 
نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د لازیاتو بشري مرستو د جلب لپاره به د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس ته د جینوا د سفر زمېنه هم برابره کړي. 
#مليتلویزیون
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                    
                                        23