RTA Pashto
RTA Pashto
June 20, 2025 at 02:28 AM
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د چين - سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه. د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي چین ته د سفر پرمهال د چين - سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون (CSA) کې ګډون او وینا وکړه. د رياست الوزرا اداري مرستيال د وينا پر مهال دې نندارتون ته د افغان پلاوي د بللو له امله د چین څخه مننه وکړه او په دې نندارتون کې د افغان پلاوي ګډون او د ياد هيواد له چارواکو سره ليدنې يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاريخي او دوستانه اړيکو نښه وبلله. ښاغلي حنفي د چين - سويلي اسيا نندارتون د سيمې هيوادونو تر منځ د اقتصادي، کلتوري او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت وباله. نوموړي دغه راز وویل، چې افغانستان له چين او د سويلي اسيا له هيوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ، ترانزيټ، ټکنالوژي او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره کولای شي د مرکزي، سويلي او ختيځې اسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي. په پای کې د رياست الوزرا اداري مرستيال هيله وښوده، چې د چين - سويلي اسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ هيوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل شي. #ملي‌تلویزیون
❤️ 4

Comments