RTA Pashto
RTA Pashto
June 20, 2025 at 03:10 AM
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، چې اسرائیلي اشغالګرو د تېرې شپې ناوخته راهېسې غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۳۱ فلسطینیان شهیدان کړي. په دې راپور کې دیر البلاح کې د «العوده» روغتون د مسولینو له قوله ویل شوي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه هغه قربانیان دي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو پرمهال د صهیونیستي اشغالګرو له لوري شهیدان شوي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د بشري مرستو د وېش له پیل راپدیخوا د مرستو ترلاسه کولو مرکزونو ته څېرمه سلګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړي دي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، چې اسرائیلي اشغالګرو د تېرې شپې نا...
😂 😢 4

Comments