عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
May 23, 2025 at 02:54 PM
نژدې درۍ کلونه له داسي سختو هراړخيزو بنديزونو سره مخ ول چې له لوږي به يې پاڼې خوړلې.... خو ددغو بندیزونو د پيل کال يې د خفګان په کال ونه‌نومول. برعکس د دغو بنديزونو د پورته کيدو او بيرته خپلو کورنو او عادي ژوند ته راګرزيدلو کال يې د خفګان په کال (عام الحزن) سره ونومول ځکه چې په دغه کال يې د راز او غم شریکه ميرمن او خواخوږی تره وفات شول. داسي ښکاري چې د رسول الله - صلی الله عليه وسلم - په نزد خواخوږي انسانان د ژوند تر ټولو اړتياوو زياته اړتيا ده او نيستي يې تر ټولو غمونو غټ غم دی. داسي نه لکه موږ چې وايو «پيسې دي وي خپلوان او دوستان خپله پيدا کيږي» امام غزالي - رحمه الله تعالی - ليکلي دي: په دغه صورت پيدا شوي خپلوان او دوستان ستاسو نه، بلکي د پيسو خپلوان او دوستان دي. دوست انسان لوی نعمت دی.
❤️ 🌹 😢 😭 🫀 👍 🤲 43

Comments