
عبدالرقيب رقيب
May 23, 2025 at 03:16 PM
زموږ ټولنه د شيانو ښهوالی د نرخ په اساس ثابتوي، هرشئ چې د بل په نسبت په لوړ قیمت ورکړ شي هغه ښه بولي.
خبري بيا د شهرت په اساس تلي، هر انسان چې په ښه نوم مشهور وي د هغه هره خبر ښه ګڼي او څوک چې ښه شهرت ونهلري د هغه هرڅومره ارزښتناکه خبر نه اوري.
خپله تجربه مې ده، د عبدالرقيب له نوم پرته په نورو مختلفو نومونو مې هم ليکنې کړې دي، الله تعالی به کله کله د داسي ليکنو توفيق هم راکړ چې د عبدالرقيب په حيث ورته حيران وم او ډيره ګټوره راته ښکاريده، خو آن دريو نفرو به هم خوښه نهکړه.
علت يې دا دی چې موږ په تشخيص او تفکيک کې کمزوري يو، ښه او بد نهشو بيلولای، په دغه صورت کې د بريا يواځينۍ چاره همدغه ده چې ورباندې روان یو.
د تقليد کيسه هم دغسي ده، موږ د مسئلو د چاڼ او له نصوصو د مسئلو راويستلو توان نه لرو، که بياهم دغه کار ته لاس اچوو رانه ويجاړيږي نو د حل لار مو د امامانو تقليد دی، د هغوی په ارزښت، تقوا، علم او صلاح باندي ډاډمن يو؛ ديني احکام ارزښتونه دي او په ارزښتونو باندي څوک تجربې نه حاصلوي.
❤️
🌹
🫀
👍
✅
🌺
😂
😢
☘️
❤
64