عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
May 27, 2025 at 02:33 PM
له رسول الله - صلی الله عليه وسلم - نه روايت دی چې حاجي ته بښنه شوې ده او چاته چې حاجي بښنه وغواړي هغه ته هم بښنه شوې ده. مسند إمام أبي حنیفه - رحمه الله تعالی. قدرمنو مؤمنانو! که خپلوان، دوستان يا ملګري مو حج ته تللي وي نو بايد دعاء ورنه وغواړو خو داسي وعدې ته يې مجبور نه‌کړو چې هغوی پکې پاته راشي، مثلاً: داسي بايد ورته ونه‌وايو چې ماته شخصي دعاوي وکړه... ځکه که د نوم اخستلو دروازه پرانيستل شي نو هر نفر دومره خپلوان، دوستان او ملګري لري چې د ټولو نوم اخستل ورته ممکن نه‌ده .... نو که يې د وعدې په وخت کې نيت دا و چې نوم مو نه‌شي اخستلای. دروغ مو ورباندي وويل او که يې نيت و چې نوم مو واخلي خو ونه‌توانيد نو د وعدې مخالفت يې وکړ... په احرام او دومره مبارک سفر کې دغه دواړه ګناهونه هلاکت دي او دا هلاکت به زموږ له لاسه ورته جوړ شوی وي. هريو بايد له رسول الله - صلی الله عليه وسلم - سره ځان پرتله نه‌کړو چې له فاروق - رضي الله عنه - نه يې مشخه دعاء غوښتې وه، رسول الله نه‌هيرېدونکی شخصيت دی.... موږ بايد داسي ورته ووايو: که در ياد شوم او ممکن و نو دعاء راته وکړه، سلامونه مې ورسوه....
❤️ 🫀 👍 🌹 🌺 🤍 55

Comments