عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
May 29, 2025 at 03:11 PM
د اوسني وخت مطلق اکثريت خواخوږي هغوی دي چې شرمول کوي، بلکي شرمول همکاري، تشويق او دوستي ګڼي. عبدة بن سليمان ويلي دي: له عبد الله بن مبارک سره د روم خواته په غ‍‌ زا تللي وو، د دښ‍‌ من له صف نه يو نفر ميدان ته ووت او د مب‍‌ارزې غوښتنه يې وکړه، زموږ له صف نه يو نفر ورووت له يوڅه مق‍‌اومت وروسته يې د دښمن پهلوان بل جهان ته وليږل، بيا يې بل وليږل، بيا هماغه زموږ ملګري له دوی نه د مب‍‌ارزې غوښتنه وکړه، له هغوی نه يو نفر ورته راغی هغه يې هم وليږل. زموږ د صف غ‍‌ازيان په دغه غ‍‌ازي باندي راټول شول، زه هم په را غونډشوو کې وم، خو زموږ غ‍‌ازي مخ پټ کړی و نه پيژندل کيده، ما چې مول ورنه واخيست هغه عبد الله بن مبارک و، راته ويې ويل: «ای أبو ع‍‌م‍‌ر! ته هم له هغوی ځيني يې چې شرموي مې!» [صفة الصفوة، لـ ابن الجوزي، ٣٢٩/٢] رحمة الله تعالی عليهم
❤️ 🫀 😢 🌹 👍 🤲 💯 😭 🤍 49

Comments