عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
May 31, 2025 at 11:49 AM
زموږ په ټولنه کې، علوم بل ته د رسولو او د خپل شخصیت ثابتولو په نيت ترسره کيږي، همدا د علم هدف راته ښکاري! ځکه خو زموږ په تعليمي ادارو کې يواځي علمي ازموينې شته، د عمل ازموينه نه‌شته، د زده‌کوونکو پلرونه هم يواځي د خپل زوی د علمي سويې پوښتنه کوي د عمل نمرې او نتائج نه پوښتي، د نظارت مسؤولين هم يواځي د علمي حالت څارنه کوي او په هغه باندي راپور جوړوي، د فراغت په سند کې هم يواځي علمي رتبه ليکل کيږي د عمل په اړه څه نه ليکل کيږي. مثلاً: په علمي ادارو کې په رياء، سمعت، عجب او تکبر باندي بحث کيږي او بيا له زده‌کوونکو نه د هغه بحث د زده‌کړي په اړه امتحان اخستل کيږي، خو د عمل په اړه نه‌. په علمي ادارو کې د مور او پلار سره د ښه چلند په اړه معلومات ورکول کيږي او بيا په دغه موضوع کې علمي امتحان اخستل کيږي، خو د عمل په اړه يې پلټنه او ازموينه نه وي. د اودس فرائض، سنتيات، مستحبات، آداب، ممنوع او مکروه احکام تدريس کيږي او بيا يې علمي ازموينه اخستل کيږي، خو د عمل ازموينه نه وي. همداسي ټول موضوعات پوهيږو چې ولي؟ لامل دا دی چې په عمل کې د امتياز خاوند نه‌لرو، استاذان مو په علم باندي د خپل علم په اندازه عمل نه لري، مور او پلار خپله په خپل علم عمل نه لري، د نظارت غړي هم په خپل علم عمل نه لري... نو زده‌کوونکي ته به څوک نمرې ورکوي؟ استاذان خو علمي پانګه لري او هريو ميز ډبوي د علم په ډګر کې د ځان سيال نه ويني، مګر د عمل په ميدان کې هرڅه په بله واوړي، لاپي هيڅ کار نه ورکوي... د م‍‌درس‍‌و په نصاب باندي يوه نيوکه دا کيږي چې دوی د عربيت ټول قواعد ووايې او زده‌يې کړي خو په محاوره سره يې عمل ته نه راباسي نو هڅې يې عبث شي او په پای کې په عربي ژبه خبري نه‌شي کولای. همدا نيوکې سبب شوې چې اوس د عربي ژبي کورسونه ايجاد شوي دي، د أصول الفقه، أصول الحديث، فقه، تفسير او نژدې ټولو فنونو د زده‌کړې لپاره تخصصي مراکز ايجاد شوي دي، ترڅو دغه علوم له نظريت نه عمل ته ووزي، عمل په اوسنۍ اصطلاح کې په صورت باندي د مسئلې تطبيق ته ويل کيږي، حقيقي عمل بيخي مراد نه‌دی. په عمل کې تر ټولو زيات علمي ردونه په هغو ځايونو باندي کيږي چې د عمل په موخه جوړ شوي دي. که په‌دې اړه فقط متوجه شو او عمل د ژوند په ټولو ځايونو کې په نظر کې ونيسو او باور ولرو چې الله تعالی مو هرځای څاري او پرځای رانه د عمل غوښتنه کوي، ملائکان مو هرسهار او هرماښام د عمل راپور وړي، نو ګوندي الله تعالی توفيق راکړي چې د علم په اندازه په عمل هم ښايسته شو.
❤️ 🫀 👍 🌹 🤲 🌺 💚 💞 73

Comments