
عبدالرقيب رقيب
June 1, 2025 at 11:00 AM
*رسول الله - صلی الله عليه وسلم - نه غوښتل له شيطان سره کېني.*
له أبي هريره - رضي الله عنه - نه روايت دی: يو سړي أبو بکر ته ښکنځل کول او رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ناست، نو نبي - عليه السلام - به په تعجب کې شو او په موسکا به شو، کله چې د هغه سړي ښکنځل زيات شول نو أبو بکر هم د هغه يوه خبر ور غبرګه کړه؛ رسول الله - صلی الله عليه وسلم - غصه شو او له مجلس نه ولاړ شو، أبو بکر ورپسي ورغی ورته ويې ويل: اې د الله تعالی رسوله! هغه ماته ښکنځلې کولې او ته ناست وې، کله چې ما د هغه يوه خبر ور غبرګه کړه ته غصه شوې او ولاړ شوې. رسول الله - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل: هغه مهال له تا سره فريشه وه او ستا له خوا يې ځواب ورکاوه، کله چې تا خپله ځواب ورکړ شيطان حاضر شو، نو ما نه غوښتل چې له شيطان سره کېنم.
مسند احمد.
رضي الله تعالی عنهم.

❤️
🫀
👍
🌹
🌺
✅
💞
💯
😢
🤲
48