
عبدالرقيب رقيب
June 1, 2025 at 03:52 PM
د الله تعالی ددغې يوې جملې په خاطر رسول الله - ﷺ - او صحابه کرامو سخت ترخه غوړپونه وڅښل، مشرکينو به ښکنځل ورته کول، وهل به يې، ش ھ يدانول به يې، رشخندونه، پیغورونه به يې ورکول ... خو دوی به ورنه مخ اړول؛ ځکه چې الله تعالی ورته فرمايلي و: { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } او له مشركانو نه مخ واړوه.
رسول الله - ﷺ - په سجده پروت و، مشرکينو د اوښ خوسايي ورباندي واچول، خو رسول الله او هيڅ ملګري يې غبرګون ونهښود، حال دا چې د اوسنۍ زمانې تر ف دايانو په زرګونو ځله د قوي ايمان څښتنان، د ق ربانۍ ځوانان او د جنت عاشقان موجود و؛ خو { وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ } د ټولو په زړونو ډبره ايښې وه او هيڅ يوه سرغړونه ونهکړه.
له براء - رضي الله عنه - نه روايت دی چې کله به جګ ړه ښه توده شوه نو موږ به په رسول الله ﷺ پوري پنا اخسته، په موږ کې زړور به هغه و چې له رسول الله ﷺ سره به اوږه په اوږه ثابت پاتي شو. مشکاة المصابيح
خو په دغه زړور انسان باندي دغې يوې جملې (وَأَعۡرِضۡ عَنِ ٱلۡمُشۡرِكِینَ) د کوډګر، شاعر، ليوني او دروغجن تهمتونه وزغمل....
مګر کله چې ورته وويل شول:
{ أُذِنَ لِلَّذِینَ یُقَـٰتَلُونَ } هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو.
بيانو د بدر په ميدان کې معلومه شوه چې دوی څومره زړور او د قوت څښتنان دي.
دوی خپل ژوند او م رګ د الله تعالی په يوه جمله تغيرول، خو موږ د خپلې خوښې ژوند کولو لپاره د الله تعالی په مکمل دين کې لاسوهنه کوو، له خپلې خوښې سره يې تفسيروو....
❤️
😢
🫀
😭
🤲
🌱
🌹
🍒
👍
💚
49