
عبدالرقيب رقيب
June 2, 2025 at 04:23 PM
له ﺃﻧﺲ - ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ - نه روايت دی: ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ - ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ - وفرمايل: زما په أمت کې زما صحابه لکه په خوراک کې مالګه، خوراک له مالګې پرته نه سمېږي.
حسن بصري - رحمه الله تعالی - به ويل: زموږ مالګه خو لاړه اوس به مونږ څنګه سميږو؟.
مشکاة المصابيح.
ملا علي قاري - رحمه الله تعالی - ليکلي دي: موږ کولای شو د صحابه کرامو په ويناوو، رواياتو او حالاتو او ددوی په أخلاقو او صفاتو پسي په اقتداء سره خپل ځانونه اصلاح کړو؛ ځکه اعتبار دغو شيانو ته دی ددوی جسدونو ته اعتبار نهشته - ددوی جسدونه د همدغه صفتونو په سبب قدرمن دي. مرقاة المفاتيح
داسي ښکاري چې بصري - رحمه الله تعالی - واقعي غږيدلی دی؛ ځکه د صحابه کرامو شتون چې نهشته نو هرڅومره چې د هغوی اوصاف، کړنلاري او أخلاق تشخيص کړو بياهم عمل پرې نهشو کولای، ښاغلي مو هغوی دي چې د صحابه کرامو أخلاق هسي د طوطيانو په ژبه تکرار کړي او بس.
❤️
🫀
👍
🌹
😢
❤
🤲
🌺
🍒
😂
46