عبدالرقيب رقيب‌
عبدالرقيب رقيب‌
June 4, 2025 at 05:21 PM
*د رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ملګرتوب يوڅه سخت دی خو نا ممکن نه‌دی.* که څوک غواړي چې د الله د محبوب محمد مصطفی - صلی الله علیه وسلم - ملګرتوب ترلاسه کړي نو په ځان کې دي پینځه صفتونه موجود کړي. له عباس - رضي الله عنه - نه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - یوه ورځ د (څالې) طالبانو ته راغی، د دوی فقر، سخت حالت او د دوی پاک زړونه یې تر نظر تیر کړل بیا یې ورته وفرمایل: « أبشروا يا أصحاب الصفة فمن بقي من أمتى على النعت الذي أنتم عليه راضياً بما فيه فإنه من رفقائي.» كنز العمال للنسفي والجامع الکبیر للسیوطي. ژباړه: ای د صفه ملګرو! زیری درکوم، زما د امت هر وګړی که په هغو صفاتو برقرار وي چې تاسو ورباندي یاست، او په خپل حالت باندي راضي وي نو هغوی به زما ملګري وي. نسفي - رحمه الله تعالی - په خپل تفسیر کې لیکي چې الله تعالی په قران کریم کې د اصحاب صفه پینځه صفتونه بیان کړي دي: لومړی صفت: «الذین أحصروا في سبیل الله». یعني هغه خلک چې د الله په لاره کې ج‍‌ھ‍‌ اد ته یې ځانونه وقف کړي دي، له نورو مصروفیاتو لاس په سر دي. یا دا چې د فقر یا زخمونو، یا معلولیت په اساس د الله په لاره کې له ج‍‌ ھ‍‌ اد نه پاتي شوي دي. دوهم صفت: «لا یستطیعون ضربا في الأرض». په ځمکه کې د ګرزیدلو توان نه لري. یعني د الله په عبادت مشغول دي یا په ج‍‌ ھ‍‌ اد باندي مصروف دي نو د تجارت او کاروبار شوق نه لري. یا دا چې په نړۍ کې دښمنان لري او له ویرې سفر نه‌شي کولای. یا دا چې معلولیت او مرضونو له ګرزیدلو ویستلي دي. دریم صفت: «یحسبهم الجاهل أغنیاء من التعفف». د دوی له حاله ناخبر انسانان په دوی باندي د مالدارو ګومان کوي؛ ځکه دوی له سوال کولو ځانونه ساتي او په ډیر تکلف خپل ظاهري ډول او ښایست فعال ساتي. څلورم صفت: «تعرفهم بسیماهم». تاسو به یې په نښانو پېژنئ. مشهور مفسر م‍‌ ج‍‌ اهد - رحمه الله - ليکي چې د دوی نښانې تواضع او عاجزي وه. یا د لوږې او تندي آثار د دوی نښانې وې؛ ځکه د دوی رنګونه له لوږي ژړ اوښتي و. یا دا چې د دوی جامې به بې ارزښته او زړې وې همدا یې نښه وه. پینځم صفت : «لا یسألون الناس إلحافاً». یعني په ټینګار او سوال زارۍ له خلکو نه څه نه غواړي. تفسیر النسفي.
❤️ 🫀 🤲 🌹 🍒 👍 💚 51

Comments