Kardan University
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 26, 2025 at 04:33 AM
                               
                            
                        
                            *د چاپېریال ساتنې کمپاین*
کاردان پوهنتون، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست په همکارۍ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې، د "سالم چاپېریال، سالمه ټولنه" تر سرلیک لاندې د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره کړ.
د دې کمپاین موخه، د چاپېریال ساتنې پهاړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړول، د پاکوالي فرهنګ ته وده ورکول او د ځوانانو ټولنیز مسؤولیت پېژندل و.
په دې پروګرام کې لسګونه استادانو، محصلینو او د تنظیف ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.
کاردان پوهنتون، په هېواد کې د ممتاز تحصیلي بنسټ په توګه، تل هڅه کوي چې د چاپېریال ساتنې فرهنګ ته وده ورکړي او د خپل ټولنیز رسالت په ترسره کولو کې مخکښ پاتې شي.
                        
                    
                    
                    
                        
                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                    
                                        3