Kardan University
Kardan University
May 29, 2025 at 11:21 AM
*د دوبلاژ او غږ جوړونې د بریالیتوب راز* د کاردان پوهنتون ژورنالیزم ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو د پوهې او عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د «دوبلاژ او غږ جوړونې د بریالیتوب راز» تر سرلیک لاندې سمینار جوړ کړ. دغه سمینار د یک تلویزیون د تولید او محتوا د پخواني مدیر صدیق شمس لخوا وړاندې شو. په دې سمینار کې، محترم شمس ګډونوالو او محصلینو ته د مسلکي دوبلاژ لومړني اصول او مهارتونه، د دوامداره تمرین اهمیت، سم تنفس او د غږ کنټرول په‌اړه معلومات ورکړل او د رسنیو په ډګر کې یې د هغو ستونزو په‌اړه خپلې تجربې بیان کړې چې ورسره مخامخ شوی و. کاردان پوهنتون غواړي چې د دغسې سیمنارونو په ترسره کولو سره خپلو محصلینو ته د نظري او عملي زده‌کړو د یوځای کولو زمینه برابره کړي.
Image from Kardan University: *د دوبلاژ او غږ جوړونې د بریالیتوب راز*  د کاردان پوهنتون ژورنالیزم ډی...

Comments