Kardan University
Kardan University
June 3, 2025 at 12:26 PM
*د اسلامي اداري نظام په‌اړه علمي-رقابتي بحث: فرصتونه او ننګونې* د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د اسلامي اداري نظام د بېلابېلو اړخونو د څېړنې او د معاصرې نړۍ له ستونزو سره د دغه نظام د تطبیق د ارزونې په موخه، د «اسلامي اداري نظام؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې علمي-رقابتي بحث جوړ کړ. په دې بحث کې، محصلینو په دوو مخالفو لوریو کې، د اسلامي سرچینو او تاریخي تجربو پر بنسټ د اسلامي اداري نظام د فرصتونو او ننګونو په‌اړه بحث او استدلال وکړ او خپلې ارزونې، نظریات او حل‌لارې یې سره شریکې کړې. کاردان پوهنتون هڅه کوي چې د دې ډول بحثونو په ترسره کولو سره خپلو محصلینو ته د تحلیل قوې د لوړولو، د استدلالي مهارتونو د رامنځته کولو او نیوکې کولو استعداد ته د ودې زمینه برابره کړي.
Image from Kardan University: *د اسلامي اداري نظام په‌اړه علمي-رقابتي بحث: فرصتونه او ننګونې*  د کار...
❤️ 3

Comments