
ازادي راډیو Azadi Radio
June 10, 2025 at 02:08 PM
د اتریش په جنوب ختیځ کې په یوه ښوونځي باندې د یوه پخواني زده کوونکي له خوا په برید سره ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ګراز ښاروالې ایلکه کهر د اتریش خبري اژانس ته ویلي چې نهه کسان وژل شوي.
بریدګر وروسته خپل ژوند هم اخیستی دی.
په ګراز او په اتریش کې داسې پېښې بې سارې بلل کېږي.
په دې برید کې ګڼ خلک سخت ټپیان شوي هم دي او روغتونو ته رسول شوي.
د اتریش صدراعظم کریسټین سټوکر دا برید "یوه ملي تراژیدي وبلله چې ټول هیواد یې کلک ولړزاوه."
«د هغه درد او غم لپاره هیڅ کلمې نشته چې موږ ټول - ټول اتریش – یې همدا اوس احساس کوو»
نور جزییات د ازادي راډیو په پاڼه کې لوستلی شئ
https://smarturl.click/mBllG
👍
❤️
😂
😢
😮
🙏
176