ازادي راډیو Azadi Radio
June 13, 2025 at 04:09 PM
د اسراییلو د ۱۲م تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د تیارسئ حالت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، چې دا په تېرو څو لسیزو کې بېساری بلل کېږي.
بنیامین نتانیاهو د اسراییلو خلکو ته ویلي چې ایران لا هم د اسراییلو د ویشتلو وړتیا لري، او خلک باید د خپل ځان د خوندي کولو لپاره تر ټولو زیاته همکاري وښيي. د اسراییلي پوځ ویاند، افي دافرین، هم ویلي چې راتلونکې ورځې خورا خطرناکې دي او خلک باید د جبهې شاته لازمې همکارۍ ترسره کړي.
په همدې تړاو، د اسراییلو د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې خپلې تیارۍ یې تر لوړې کچې رسولي، او ټول روغتونونه یې فوقالعاده بیړني حالت ته داخل کړي دي.
😂
❤️
👍
😮
😢
🙏
225