ازادي راډیو  Azadi Radio
                                
                                    
                                        
                                    
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 17, 2025 at 01:14 PM
                               
                            
                        
                            د ۲۰۲۱ کال او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغانانو داعدامونو کچه د پام وړ زیاته شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې له ناروې فعالیت کوي هم مدیر یې محمود امیري مقدم ازادي راډیو ته وویل چې د روان ۲۰۲۵ کاله د جون میاشتې تر نیمایي ۴۰ افغانان په ایران کې د دغه هیواد د حکومت لخوا اعدام شوي دي.
د ده په خبره ډیری دغه کسان چې ځوانان دي د مخدرو موادو د قاچاقو په ګډون په بېلاېبلو تورونو اعدام شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمیر افغانان هم ادعا کوي چې په ایران کې یې د کورنۍ غړي اعدام شوي او د بند په موده کې یې کورونیو په اسانه ورسره نه شول لیدای.
نور جزیات په لاندې لینک کې لوستلی شئ. 
https://smarturl.click/e06w5
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            😮
                                        
                                    
                                        
                                            🙏
                                        
                                    
                                    
                                        245