ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 18, 2025 at 09:18 AM
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکمنستان سره ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي. دغه وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،"د ټرانسپورت سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي". وړاندې د اخندزاده په حواله راغلي چې تر بل هر وخت اوسمهال د کابل او عشق اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره زمنیه برابره ده. د کابل او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا خبره په داسې حال کیږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له کبله په افغانستان کې د تیلو په ګډون له ایرانه د واردونکو توکو بیې لوړې شوي دي. https://smarturl.click/L3Goe
👍 ❤️ 😂 😮 🙏 178

Comments