ازادي راډیو Azadi Radio
June 18, 2025 at 10:42 AM
تمه ده د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يې نن چهارشنبې یو تلویزوني پیغام ولري.
ایراني رسنۍ وايي، پر ایران د اسراییلو له برید وروسته دا به د خامنه ای لومړی تصویري پیغام وي.
د راپورونو له مخې اسراییلو پلان درلوده چې خامنه ای ووژنې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، "که څه هم د خامنه د پټنځایه په اړه معلومات لري خو وخت يې نه دی چې هغه په نښه کړي".
بل پلو، د قطر امیر وايي، د ایران له ولسمشر معسود پزشکیان څخه یې یو لیک ترلاسه کړی دی.
رویترز خبري اژانس د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په حواله لیکلي، قطر له واشنګټن څخه غوښتي چې پر اسراییلو فشار راوړي چې جګړه ودروي او بیرته خبرو اترو ته ستون شي.
تراوسه د معسود پزشکیان د لیک محتوا خپره شوې نه ده.
https://smarturl.click/E1Go0
👍
❤️
😂
😮
🙏
😢
245