ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 18, 2025 at 11:17 AM
د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وايي، "د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي". هغه نن چهارشنبې د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، "ایران به هیڅ کله د اسراییلو د بریدونو ته تسلیم نشي". هغه په دې ویډیویي پیغام کې له اسراییلو سره جګړې ته د "تپل شوې جګړې" نوم ورکړ. خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې د ایران د بشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې وویل، "هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس سره په ګواښونکې ژبه خبرې نه کوي، د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي". هغه خبرداری ورکړ چې " د ایران او اسراییلو په جګړه د امریکا هر ډول پوځي دخالت" به "بې له شکه نه جبرانیدونکې پایلې ولري". نن شپږمه ورځ ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه روانه دی او دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.
Image from ازادي راډیو  Azadi Radio: د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وايي، "د ایران ولس به د تپل ش...
❤️ 👍 😮 😂 😢 🙏 734

Comments