ازادي راډیو  Azadi Radio
                                
                                    
                                        
                                    
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 18, 2025 at 01:17 PM
                               
                            
                        
                            د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس خبرداری ورکړی چې روسیه د سابیري بریدونو او ویجاړونکو اقداماتو په ترسره کولو سره د اروپا لپاره مستقم ګواښ دی. 
هغې چې نن د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپایي ټولنې په پارلمان کې وینا کوله وویل، " د روسیې له پوځي لګښتونو ښکاري چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین قصد لري له خپلو سرتیرو په نورو سیمو کې ګټه واخلي". 
د هغې په ټکو، " روسیه اوس د اروپا لپاره مستقیم ګواښ دی". 
اغلې کالاس وړاندې وویل، روسیې هوايي حریم نقض کړی، په سیمه کې يې پوځي تحرکات ډير شوي او د انرژۍ په شبکو يې بریدونه کړي دي. 
د هغې په ټکو، د نورو کلونو پرتله روسیې سږکال د روغتیا، سیاسي، اجتماعي او تعلیمي برخو پرتله دفاعي او پوځي بودیجه ډیر کړې ده. 
اغلې کالاس انديښنه وښوده چې د روسیه دا ډول پلاونونه د اوږد مهاله یرغل لپاره دي. 
د هغې په ټکو که چیرته روسیه د پوځي یرغل نیت نه لري، نو ولې په دې اندازه لګښتونه کوي. 
تراوسه روسیې چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
https://smarturl.click/XDxdL
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            😂
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            🙏
                                        
                                    
                                        
                                            😮
                                        
                                    
                                        
                                            😢
                                        
                                    
                                    
                                        195