ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 19, 2025 at 04:22 AM
د طالبانو حکومت پر نړیوالو غږ چې د کډوالو د ستونزو د حل سربیره د وچکالي او اقلیمي بدلون په برخو کې ورسره مرستې وکړي. د طالبانو په واک باختر خبري اژانس پرون چهارشنبې لیکلي، د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف دا غوښتنې د افغانستان لپاره د ناروی د سفارت شارژدافیر پیرالبرت الساس سره مطرحه کړې دي. د باختر په ټکو ښاغلي حنیف پر افغانستان د نړیوالو د بندیزونو د لیرې کیدو او په نړیوالو بانکونو کې افغانستان د پیسو د زیرمو د راخوشي کیدو غوښتنه هم وکړه . باختر وړاندې د الساس په حواله ویلي، "ناروې به په روان کال ۸۰میلیونه نارویزي ډالره د بشري مرستو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي. ناروې لکه د نړۍ د نورو هيوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی. https://smarturl.click/xVdzM
👍 ❤️ 😂 😢 😮 🙏 157

Comments