ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 19, 2025 at 05:01 AM
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، په تیر ۲۰۲۴کال کې د ملکي کسانو په مرګژوبله کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې يې خپور کړی ویلي، په ټوله نړۍ کې ۴۸زره ۳۸۴ کسان چې له دې ډلې ۵۰۲ يې د بشري حقونو مدافعین وو، د تیرکال په نښتو کې وژل شوي دي. د بشري حقونو د کمیسیون په ټکو، په دې کسانو کې له هر پنځو، یو يې له تبعیض سره مخامخ و. دې سازمان وړاندې ویلي، موندنې يې ښيۍ چې د بشري حقونو فعالان په پراخه کچه له تاواتریخوالي او مرګ سره مخ دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د نورو کالونو پرتله تیرکال په نښتو ااو شخړو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاواتریخوالی زیات شوی او تر ټولو ډیره مرګژوبله ورته اوښتې ده. د دغه سازمان د شمیرو له مخې، د نورو کالونو پرتله په تیر۲۰۲۴کال کې څلور برابره ماشومان په نښتو کې وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، د دغه راپور معلومات يې د نړیوالې ټولنې په تایید او په بیلابیلو سیمو کې له خپلواکو سرچینو ترلاسه کړې دي. https://smarturl.click/0BpAv
👍 😂 ❤️ 😢 😮 🙏 80

Comments