ازادي راډیو  Azadi Radio
ازادي راډیو Azadi Radio
June 19, 2025 at 05:13 AM
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه بهرني زده کوونکې( محصلین) چې د زده کړو په موخه امریکا ته راځي باید د دې هېواد له وګړو، دولت، فرهنګ او نورو ټولو اصولو سره بلد وي او پوره احترام ورته ولري. رویترز خبري اژانس لیکي، پر زده کوونکو دا تازه فرمان پرون د جون ۱۸مه صادر شوی دی. له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ ادارې د مې میاشتې په ۲۷مه د ټولو بهرنیو زده کوونکو تحصیلي بورسیې درولې وې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي، "په تازه فرمان کې د بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې هم پلټل کیږي څو د امریکا د ګټو خلاف څه په کې خپاره شوي نه وي". د دغه چارواکي په خبره، "موږ به د ټولو هغوو کسانو چې غواړي امریکا ته راشي، بګروند په دقیق ډول چک او څارو". د ټرمپ د ادارې منتقدین بیا دا فرمان د بشري حقونو او انساني ازادیو خلاف کار بللی دی. https://smarturl.click/QbmY3
👍 😂 ❤️ 😮 😢 🙏 217

Comments