هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 06:22 AM
*لښکرګاه کي یوولس کسیزه ډله دغلا په جرم تورن کسان ونیول سوه:* د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار شپږمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کي د امنیتي ځواکونو له لوري د غلا په جرم تورنو کسانو یوولس (۱۱) کسیزه ډله د یو لړ کشفي معلوماتو په اساس ونیول سوه. دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وایي:نیول سوي کسان چي د عامو هیوادوالو څخه د پيسو او بېلابېلو اجناسو د غلا په جرم تورن دي، د امنیتي ځواکونو له لوري د ۶ شپږ عرادو موټر سایکلانو سره لاس په لاس ونیول سوه، چي تر دوسیو بشپړولو وروسته به اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل سي. نېټه؛ ۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments