هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 09:28 AM
*د ازموینو ملي ادارې د نشراتو آمر او د هلمند پوهنتون علمي مرستیال د پوهني له رئیس سره د ۱۴۰۴ هــ ش کال کانکور ازمویني د غوره تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.* د ازموینو ملي ادارې د نشراتو آمر مولوي مدیر جان کوټوال، د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت او د هلمند د پوهني رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري ترمنځ د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کانکور ازمویني د ښه تطبیق، همغږۍ او مؤثر مدیریت په موخه ځانګړې ناسته ترسره سوه. په یاده ناسته کي د کانکور ازمویني د پروسې د شفافیت، نظم، امنیت، او ښو اسانتیاوو په اړه تفصیلي بحث وسو. ښاغلي انصاري د پوهني ریاست له لوري د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي د هلمند د زده‌کوونکو د روښانه راتلونکي لپاره به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي. دا په داسي حال کي ده چي سږ کال شاوخوا (۱۶۹۴) تنو زده‌کوونکو په هلمند ولایت کي د کانکور ازمویني لپاره نوم‌لیکنه کړې، چي د دوی بایومټریک پروسه سبا د سه‌شنبې او بل سبا چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي او ټاکل سوې چي د کانکور ازموینه پنج‌شنبه او جمعه د هلمند پوهنتون کي واخیستل سي. ایډي کارټ لرونکي اشخاص دي په ایډي کارټ کي ذکر سوي نېټه د بایومترک او ازمویني په موخه هلمند پوهنتون ته مراجعه وکړي. لومړی یادونه:له ټولو داوطلبانو څخه په جدي توګه غوښته کبږي چي دبایومټریک او ازمویني په ورځ دي خپل اصلي تذکره یا پاسپورټ او شمولیت کارت د ځان سره راوړي او بایومټریک ته دي پر وخت حاضر سي . دوهمه یادونه:د هر راز بریښنایې وسایلو، لکه تلفون،غوږۍ (ګوشکي) ماشین حساب او ورته وسایلو راوړلو څخه دي په کلکه ډده وکړي. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments