هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 09:46 AM
*ګرمسېر کي د درملو د قاچاق مخه ونيول سوه:*
د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ اړوند لکړۍ سیمه کي د امنیتي ځواکونو د سیارو ګزمو پرمهال یو عراده باروړونکی مازدا موټر چي شا او خوا یوسل او اتیا (۱۸۰) کارټنه انساني درمل پکښي بار وه او غوښتل یې یاد طبي درمل په غیري قانوني توګه بې محصوله د ګاونډي هېواد پاکستان څخه هلمند ولايت ته ولیږدوي، ونيول سوه.
دامنیه قوماندانۍ ویاند ملاعزت الله حقاني وایي:په تړاو یې دوه تنه نیول سوي چي تر بشپړو تحقيقاتو وروسته به اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هـ ق.
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.