هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 01:25 PM
*د علمي شورا دوهمه نوبتي غونډه ترسره سوه.* نن د هلمند پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز د غونډو تالار کښي د دې پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره سوه. غونډه د قرآن کریم دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل سوه، چي ابتدائیه وینا یې د پوهنتون رئیس ګډونوالو ته وکړل. ښاغلي ابو احمد صاحب په خپل ارزښتناکه وینا کي ګډونوال د چارو و لا ګړندیتوب، روڼتیا او همږغیتوب ته را وبلل او زیاته یې کړه، چي علمي بنسټونه د یو هېواد راتلونکی او اساس جوړوي، نو په کار ده چي دې علمي کور کي په پوره اخلاص او صداقت داسي اشخاص وروزو، چي په علمي او عقیدوي زېور سمبال او د دین او هېواد د خدمت جوګه و ګرځي. د غونډي په جریان کي د پوهنتون لپاره د ۱۴۰۴ لمریز کال پنځه کلن ستراتیژیک پلان او تشکیلاتي چارت د ګډونوالو له لوري تائيد سو. په همدې ډول، د پوهنتون د پوهنځیو په چوکاټ کي د نوي پوهنځیو د ایجاد اړوند موضوعاتو باندي هر اړخیز بحث ترسره سو، چي ګډونوالو پرې خپلي ارزښتناکي نظریې شريکي کړې. د غونډې بله مهمه موضوع په نهرسراج کمپس کي د خاکه ماسټر پلان جوړولو اړوند وه، د دې پلان د عملي کولو لپاره پر اړینو مواردو بحث ترسره سو او د پراختیايي کارونو د ګړندي کولو پر اړتیا ټینګار وسو. په راتلونکو درېیو میاشتو کي د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د روزنیزو پروګرامونو د تطبیق لپاره پلان وړاندي سو. په ورته وخت کي د اقتصاد او ښووني او روزني پوهنځیو د ستراتیژیکو پلانونو تایید هم ترسره سو. د غونډي په پای کي پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو هم بحث وسو، چي د پوهنتون د لا پرمختګ لپاره مهمي پرېکړي په کښې ونیول سوې. غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده. نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments