
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 03:04 PM
*په هلمند کي کروندګرو ته د نباتي آفتونو مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل سو*
د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د نباتاتو د ساتني او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د عینک په سیمه کي یو شمېر بزګرانو ته د نباتي آفتونو او ناروغیو د مخنیوي او میخانیکي کنترول په اړه مهم او هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړ.
یاد پروګرام کي د کروندګرو پام د مچ، چنجیو، نباتي کنو او ناروغیو د خطرونو پر لور واړول سو، ترڅو هغوی وکولای سي خپل حاصلات له دغو ناوړه افتونو او ناروغیو څخه وژغوري او غوره، باکیفیته او بازارموندونکي حاصل تر لاسه کړي.
د یادو لارښوونو ترڅنګ، کروندګرو ته د کیمیاوي درملو د محتاط او مسؤولانه استعمال سپارښتنه هم وسوه،تر څو د حاصلاتو په مېوو کي د زهري موادو د جذب مخه ونیول سي او چاپېریال له ککړتیا وساتل سي.
د نباتاتو د ساتني متخصصینو وویل، چي که کروندګر د میخانیکي کنترول طریقې وکاروي، د ناروغیو او آفتونو له امله به د حاصلاتو د تاوان کچه راکمه سي او د چاپېریال ساتني اړوند نړیوال معیارونه به هم رعایت سي.
کروندګرو د یاد پروګرام ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چي د متخصصینو لارښوونی به عملي کوي، ترڅو سالم حاصل تر لاسه کړي او د چاپېریال خونديتوب ته هم پام وکړي.
نېټه ١٩/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.