هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 16, 2025 at 03:05 PM
*دهلمند کرني ریاست له‌خوا په زرګونو نیالګیو دوا شیندنه ترسره سوه* د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د طبیعي منابعو آمریت د کارکوونکو په همکارۍ، د بولان قوریې په ساحه کي زرګونو پیوندي مثمرو نیالګیو باندي درمل وشیندل سول. په دغه کمپاین کي شاوخوا ۱۲،۰۰۰ پیوندي مثمر نیالګي چي د «جولاګګ» حشرې له خطر سره مخ وو، له نباتي آفت څخه د ژغورني په موخه دواپاشي سول. یاده حشره د نیالګیو د ودي، پاڼو او مېوې پر کیفیت منفي اغېز لري او که مخه یې ونه نیول سي، د جدي زیان لامل کېدای سي. د کرني ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسؤولین وایي، دغه اقدامات د نیالګیو د سالمي ودي او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم دي. نېټه : ١٩/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.

Comments