
هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 17, 2025 at 03:27 AM
*د پنځمي ناحیې د شورا میاشتنۍ ناسته تر سره سوه.*
دهلمند مرکز لښکرګاه ښاروال الحاج حافظ صدیق صاحب په هدایت د پنځمي ناحیې د شورا سره میاشتنۍ ناسته تر سره سوه.
د شوراګانو ناستي د لښکرګاه ښاروالۍ د ښاری حکومتولۍ آمر ملا فیض الله اخند، د پنځمي ناحیې عمومي مدیر، د شوراګانو مدیر او د شورا غړو ترمنځ تر سره سوه.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پیل سوه.
د ښاري حکومتولۍ آمر ملا فیض الله اخند د شورا د غړو څخه وغوښته چي د ښاروالۍ سره د عامه پوهاوي په برخه کښې همکاري وکړي او همدارنګه د سیمي اوسیدونکو ته د صفائي محصول پر وخت د ورکړي سپارښتنه هم وکړي.
د غونډي ګډونوالو یو شمېر موضوعات د مسؤولینو سره شریک کړه.
ناسته د اختتامیه دُعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.