هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 17, 2025 at 05:21 AM
*هلمند کي د تب کانګو ناروغۍ پر وړاندي کمپاین پیل سو*
دهلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د تب کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین پیل سو.
داچي تب کانګو یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده چي د حیواناتو له لاري انسانانو ته هم انتقالېږي او نه یوازي د انسان ژوند ته ګواښ دی، بلکي په مالدارۍ برخه کي هم ستر اقتصادي زیانونه اړولی سي. د همدې لپاره یاد آمریت د وقایوي اقداماتو په لړ کي یوه اندازه وقایوي درمل هغو حیواني کلینیکونو ته وسپارل چي له دې آمریت سره دوامداره همکاري لري.
یاد درمل به د هري سیمي په ساحو کي د مالدارانو د څارویو طبیلو ، د اوسېدو ځایونو، ګنجونو او نورو اړوندو ځایونو کي وشیندل سي، ترڅو د تب کانګو لیږدونکي کڼي له منځه یووړل سي.
همداراز د یاد کمپاین په ترڅ کي مالدارانو ته د تب کانګو ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي، ترڅو دوی وکولی سي د خپلو څارویو او کورنیو د خوندیتوب لپاره لازم وقایوي تدابیر خپل کړي.
د کرني ریاست مسؤولین وایي، چي دغه ډول وقایوي کمپاینونه به دوام ولري، تر څو د څارویو روغتیا خوندي او د مالدارانو اقتصادي زیانونه کم سي.
نېټه: ٢٠/ ١٢/ ١٤٤٦ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.