هلمند ولایت مقام رسنیو او معلوماتو مرکز
June 17, 2025 at 09:13 AM
*ناوې ولسوالۍ کي د تب کانګو د ویني بهونکو کنو د مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاین پيل سو:*
د هلمند ولایت کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د ناوې ولسوالۍ د زراعت مسؤولینو په دغه ولسوالۍ کي د تب کانګو د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه د ویني بهونکو کنو پر ضد د دواپاشۍ کمپاین پيل کړ.
یاده ناروغي چي هم د انسانانو او هم د څارویو لپاره جدي خطرونه لري، د څارویو د ناروغۍ او اقتصادي زیانونو لامل ګرځي د مالدارۍ کارپوهانو په وینا، دا ناروغي د ویني بهونکو کنو له لوري له ناروغو څارویو څخه انسان ته انتقالېږي، چي د وخت پرځای وقایه یې د انساني تلفاتو او اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره خورا اړینه ده.
د ناوې ولسوالۍ د مالدارۍ او حیواني صحت مدیر او ساحوي ډاکترانو په همکارۍ، په یاده ولسوالۍ کي د مالدارانو طویلې، د څارویو د اوسېدو ځایونه او د څارویو ګُنجونه دوا پاشي سول.
همدا راز د یاد کمپاین ترڅنګ، د سیمي مالدارانو ته د تب کانګو د ناروغۍ د خطرونو، د هغې د نښو نښانو، د وقایوي تدابیرو او د دواپاشۍ پر اهمیت عامه پوهاوی هم ورکړل سو.
یادوني وړ ده چي دا کمپاین به په دوامداره ډول نورو سیمو ته هم وغځول سي، تر څو د تب کانګو وژونکي ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی وسي د څارویو او خلکو روغتیا خوندي وساتل سي.
نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هــ ق
هلمندولایت مقام درسنیو او معلوماتو مرکز.